Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz
په حديثِ پاک کښې دي: اَلنِّیَّۃُ الْحَسَنَۃُ تُدْخِلُ صَاحِبَہَا الْجَنّۃَ ښه نيت بنده جنت ته بوځي. ([1])
اے عاشقانِ رَسُول! د ښو ښو نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدلو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړو: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به با اَدبه كښينم * ښه په توجُّه سره به بيان اورم * څه چې اورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رسولو کوشش کووم.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
اے عاشقانِ رَسُول! نن هٰغه عظيمُ الشَّانه شپه ده چې د نن نه په سوؤنو کاله مخکښې په دې شپه زمکه او آسمانونه ښائسته کولے شول * ستورې د زمکې طرف ته راښکته شوي وو * هر طرف ته خوشحالي وه * جنّت ښائسته کولے شو * فضاګانو خوشبويانې خپرولې * ګلونو خوشبويانې خپرولې * هر طرف سپرلے سپرلے وو * هر طرف ته د اَنوارو او تَجَلَّو باران راوريدلو.
او د مزے خبره دا ده چې دا ټول اهتمام چې د چا د پاره کيدلو هغه د دواړو جهانونو سردار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپلې ترۀ لور حضرت اُمِّ هاني رَضِىَ اللهُ عَـنْها په کور کښې ښه په سکون سره آرام فرمائيلو.
قُربان مَیْں شان و عَظَمَتْ پر،
جبریلِ امیں حاضِر ہو کر سوئے ہیں چَیْن سے بِسْتَر پر
مِعْراج کا مُژْدَہ سُناتے ہیں([2])