Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

نصيب شو،  اعلیٰ حضرت، امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې جَمعې نظاره بيانوي او فرمائي: څه خلق په وړومبي صف کښې وو، څه په دويم، څه په دريم او څه په هٰغه صفونو کښې وو کوم چې د بيت المَعمور نه بهر وو، هر يو د خپلې مرتبے په لحاظ سره [حاضر] وو، په مقتديانو کښې د چا جامې سپينې وې او د چا خِيرنې. سپينو جامو والا نيکان خلق وو او د خِيرنو جامو والا زمونږ په شان ګنهګاران وو.([1])

لـمونځ د مِعراج تحفه [ډالئ] ده

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! امامُ الانبياء، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله د معراج په شپه د خپل رَبِّ کريم په بارګاه کښې حاضر شو، د سر په سترګو ئې د الله پاک ديدار اوکړو، هغه وخت چې د محبوب او مُحِبّ (يعنې د الله پاک او د هغه د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) ترمينځه د راز کومې کومې خبرې اوشوې، د هغې خو چا ته هم پته نشته، البته الله کريم په دغه شپه خپل کريم محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته مختلفې تحفے [ډالئ] ورعطا کړلې. په دې کښې 3 ډالئ دا دي: (1): د سُورۀ بَقَره آخري آيتونه (2): پينځه وخته لـمونځونه او (3): د شرک او کفر نه د بچ کيدونکو اُمتيانو بخښنه. ([2])

علّامه نُور الدِّين حَلبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د راز او د نياز د خبرو نه پس الله پاک اوفرمائيل: اَیْنَ حَاجَۃُ جِبْرِیْل؟ يعنې اے حبيبه  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د جبريلِ امين (عَلَیْهِ السَّلَام) حاجت (کوم چې هغوئي په سِدرَۃُ الْمُنْتَھیٰ کښې وړاندې کړے وو) هغه چرته دے؟ خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عرض اوکړو: اے الله کريمه! تۀ ښه پوهيږې. په دې باندې رَبِّ کائنات اوفرمائيل: اے حبيبه! مونږه د جبريل عرض قبول کړو (هغه ته به په پل صِراط باندې ستاسو داُمّتيانو د پاره د وَزَرو غوړولو اجازت ورکړے شي) خو ياد ساتئ! ستاسو په


 

 



[1]... ملفوظات اعلیٰ حضرت، صفحہ:487۔

[2]... در دیر، صفحہ:25۔