Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

لـمونځ زده کولو د پاره د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره مضبوط تعلق قائم ساتئ! * د عاشقانِ رسول سره په مدني قافلو کښې سفر کوئ! * په مدرسةُ المدينه بالغان کښې داخله واخلئ! * د فرض علومو کورس اوکړئ! * يا کم از کم 7 ورځې فيضانِ نماز کورس اوکړئ! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اسلامي د شُعبه: مدني کورسز تر لاندې د لـمونځ د صحيح طريقے ښودلو د پاره د هرې عيسوي مياشت په 1، 11 او 21 تاريخ د عالمي مدني مرکز فيضانِ مدينه باب المدينه کراچئ سره سره په مختلفو ځايونو کښې 7 ورځې فيضانِ نماز کورس شروع کيږي، د دې نه علاوه د مسلمان اُمَّت د آسانئ د پاره د دعوتِ اسلامي په شُعبه فيضان آن لائن اکيډمي کښې فيضانِ نماز کورس آن لائن هم کيږي. په دې کورسونو کښې داخله واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د عِلمِ دِين خزانه به مو نصيب شي * هره ورځ کم ازم کم د 2 درسونو ورکولو د نيت سره د فيضانِ نماز کتاب نه مسجد درس او 7 منټه چوک درس ورکوئ، د دې سره به د خلقو په زړونو کښې د پينځه وخته لـمونځونو اهميت او محبت زياتيږي او د لـمونځ کولو جذبه به هم ميلاويږي * د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه بهترين کتاب دے: ”نماز کے احکام‘‘. په دې کتاب کښې د اودس طريقه، د غسل طريقه، د لـمونځ طريقه، د مسافر د لـمونځ، د قضا لـمونځونو طريقه او د جنازې کولو طريقه ليکلے شوې ده د دې ټولو معلوماتو حاصلولو د پاره کتاب ”نماز کے احکام‘‘واخلئ او اوئې لولئ.

نورو له د لـمونځ دعوت ورکوئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ ته خو پخپله اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! لـمونځ خامخا کول دي، د دې سره سره خپل کور والؤ، خپلو دوستانو خپلوانو، ګاؤنډيانو، د محلے والؤ، دفتر کښې،