Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

اُمَّت کښې به دا عنايت صِرف په هغوئي باندې کيږي کوم چې ستاسو سره محبت هم کوي او ستاسو فرمانبرداره هم اوسي. ([1])

الله! الله! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک په رحمتونو، او د هغه د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په عنايتونو باندې غور اوکړئ! د مِعراج شپه ده، د الله پاک رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک په بارګاه کښې حاضر دے، د محبوب او محبّ سره بَل هيڅ څوک نشته، د مِعراج تُحفے ورکولے کيږي او کومې ډالئ ورعطا کړے شوې: د اُمَّت بخښنه ورعطا شوه، جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام په پلِ صراط باندې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت د پاره د وَزَرو غوړولو درخواست اوکړو، هغه قبول کړے شو، د سُورۀ بَقَرَه آخري آيتونه په ډالئ کښې ورعطا شول او زمونږ د ګنهګارانو د پاره د مِعراج [يعنې د الله پاک د دِيدار د عظيم نعمت] ذريعه يعنې 5 لـمونځونه ورعطا کړے شول. سُبْحٰنَ اللہ!

د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت سره د موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام همدردي

      اے عاشقانِ رَسُول! لـمونځ د معراج ډالئ ده او څومره د ايمان نه ډکه خبره ده چې وړومبے 50 لـمونځونه فرض شوي وو بيا زمونږه د ګنهګارانو د آسانئ د پاره د 50 نه 5 کړے شول. ډير مشهور روايت دے، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د معراج په شپه الله پاک په ما باندې په ورځ او شپه کښې 50 لـمونځونه فرض کړل، کله چې زه د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام خوا له راغلم نو هغوئي اووئيل: ستاسو رَبّ عَزَّوَجَلَّ  ستاسو په اُمَّت باندې څه فرض کړي دي؟ ما اووئيل: په هره شپه او ورځ کښې ئې 50 لـمونځونه فرض کړي دي. حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام اووئيل: خپل رَبّ عَزَّوَجَلَّ له لاړ شئ او دا لـمونځونه پرې کم کړم کړئ، ستاسو اُمّت به 50 لـمونځونه ادا نه کړے شي ځکه چې ما په بني اسرائيلو ازميښت کړے دے (په هغوئي باندې په ورځ او شپه کښې 2 لـمونځونه فرض وو کوم چې هغوئي ادا نه


 

 



[1]... سیرۃ حلبیہ، باب ذکر الاِسْراء و المعراج، صفحہ:567۔