Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz
فيضانِ حديث (Faizan-e-Hadees) موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اسلامي د جديد ټيکنالوجئ په ذريعه هم په مختلف انداز کښې د نيکئ د دعوت په عام کولو کښې مصروف دے، دې باره کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا يو ډير ښکلے، منفرد او ډير فائده مند موبائل ايپلي کيشن د ”فيضانِ حديث“ Play Store او App Store په نوم باندې وړاندې کړے شوے دے. د ټولو نه وړومبے په دې ايپلي کيشن کښې د حديثِ پاک د ټولو نه زيات لوستونکے کتاب مِشْکٰوۃُ الْمَصَابِیْح او د دې آسانه اُردو شرح مِرْاٰۃُ الْمَنَاجِیْح شامل کړے شوے دے، ډير زر به د دې حديثِ پاک نور کتابونه هم شامل کړے شوي شي.
هم نن په خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن ډاؤن لوډ کړئ! پخپله هم د حديثِ پاک فيضان حاصل کړئ! او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ!
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان: د اوښ په شان په يوه ساه کښې مه څښئ بلکه دوه يا درې ځله (ساه اخستلو باندې) ئې څښئ او د څښلو نه مخکښې بِسْم اللہ لولئ او د فارغيدو (يعني څښلو نه پس) اَلْحَمْدُ لِلّٰہ لولئ!. ([1])
اے عاشقانِ رَسُول! که اوبه وي او که د څښلو څه بل څيز * د څښلو نه مخکښې بِسمِ الله لولئ * وړوکے وړوکے ګُوټ کوئ، غټ ګُوټ کولو سره د ځيګر بيماري پيدا کيږي