Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

کړے شول نو ستاسو اُمّت به 50 لـمونځونه څرنګه ادا کوي). زمونږه خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: زه خپل رَبّ له واپس لاړم او عرض مې اوکړو: يَا رَبَّ عَزَّوَجَلَّ! زما په اُمّت باندې څه آساني اوکړئ، الله پاک 5 لـمونځونه کم کړل، زه بيا د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام خوا له راغلم او اومې وئيل چې الله پاک 5 لـمونځونه کم کړل. بيا حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام هم هغه خبره اوکړه تر دې چې په کميدو کميدو صِرف 5 لـمونځونه پاتې شول، نو الله پاک اوفرمائيل: خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! په شپه او ورځ کښې دا 5 لـمونځونه دي او په دې کښې به د هر لـمونځ 10 چنده اَجر ميلاويږي ځکه به دا لـمونځونه (په ادا کولو کښې 5 وي خو د اَجر او ثواب په لحاظ سره به) هم هغه 50 پاتې وي. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره د ايمان نه ډَک روايت دے، د دې حديثِ پاک نه مونږ ته ډير مدني ګلونه حاصليږي.

د حديثِ پاک نه حاصليدونکي مدني ګلونه

(1): د ټولو نه مخکښې دا غور اوکړئ! چې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د معراج د شپې نه په سوؤنو کاله مخکښې وفات شوے وو، بيا هم هغوئي د معراج په شپه د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت سره ښيګړه اوکړه، د دې نه معلومه شوه چې د الله پاک نيکان بندګان، نبيان، وَليان د وفات نه پس هم مدد کولے شي.

(2): بيا دا غور اوکړئ! چې الله پاک ته خو معلومه وه چې په آخِره کښې به هم دا 5 لـمونځونه پاتې کيږي، بيا رَبِّ کريم 50 لـمونځونه ولې فرض کړل، په دې کښې هم


 

 



[1]... بخاری ، کتاب  مناقب الانصار، باب المعراج، صفحہ:977، حدیث:3887 خلاصۃً۔