Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته درخواست اوکړو چې يا رسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو زما کور ته تشريف راوړئ او هلته لـمونځ ادا کړئ او شرف راعطا کړئ! د پاره د دې چې هغه ځائے د ځان د پاره د لـمونځ ځائے جوړ کړم. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي درخواست قبول کړو. ([1]) (2): صحابي اِبنِ صحابي حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې به کله کعبے ته ننوتلو نو په کعبه مُشَرَّفَه کښې به ئې په هغه ځائے کښې لـمونځ ادا کولو چرته چې خوږ آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لـمونځ ادا کړے وو. ([2])

الله پاک دې مونږ ته هم د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د دې مبارک معمول د خپلولو او په دې باندې د عمل کولو توفيق رانصيب کړي.   اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

(4): د لـمونځ څلورم ځائے: مسجدِ اَقصیٰ

اے عاشقانِ رَسُول! د معراج په سفر کښې سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په کم و بيش 12 ځايونو کښې لـمونځ ادا کړے وو، په هغې کښې څلورم ځائے مسجدِ اَقصیٰ دے. مسجدِ اَقصیٰ دا وخت د فلسطين په حدونو کښې دے، دا ډير د برکت والا جُمات دے، دې ته قِبلَۀ اَوَّل هم وئيلے شي، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مدينے ته د هجرت نه پس تقريباً تر 17 مياشتو پورې د مسجدِ اَقصیٰ طرف ته لـمونځونه ادا کړي وو.


 

 



[1]... بخاری ، کتاب الصلاۃ، صفحہ : 178-177، حدیث: 425 ملتقطاً۔

[2]... بخاری، کتاب الصلاۃ، صفحہ: 195، حدیث: 506 ملتقطاً۔