Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz
آيت مبارک کښې د مِعراج د سفر د دريو واړو حصو ذِکر دے. د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې فرمائي: په دې آيت کښې د بٰرَکْنَا حَوْلَه پورې د فرشي مِعراج يعنې د بيت المقدس پورې ذِکر دے او
لِنُرِیَہٗ مِنۡ اٰیٰتِنَا ؕ (پارہ: 15 ، سورۂ بنی اسرائیل:1)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: د پاره د دې چې مونږه هغه ته خپلې عظيمې نښې اُوښايوُ.
[د آيت په دې حصّه] کښې د آسماني مِعراج ذِکر دے (چې مونږه په خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې مِعراج اوکړو د پاره د دې چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته په زمکه او آسمان وغيره کښې خپلې نښې اوښايو)، او د آيت په دې حصه کښې:
اِنَّہٗ ہُوَ السَّمِیۡعُ الۡبَصِیۡرُ (۱) (پارہ: 15 ، سورۂ بنی اسرائیل:1)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: بيشکه هُم هغه اوريدونکے، ليدونکے دے.
په دې کښې د لامکاني مِعراج ذِکر دے، د دې جملے معنیٰ دا ده چې بے شکه هم هغه محبوب بنده (يعنې رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) اوريدونکے ليدونکے دے يعنې د قُدرت د دې نښو ليدونکے او د الله پاک د ديدار تاب صِرف په دوئي کښې دے، ځکه مِعراج هم دوئي ته اوکړے شو. ([1])
د مِعراج سفر د ختمِ نبوت دليل دے
اے عاشقانِ رَسُول! د مِعراج سفر زمونږه د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د آخري نبي کيدلو هم دليل دے. آؤ جي! الله پاک اوفرمائيل:
لِنُرِیَہٗ مِنۡ اٰیٰتِنَا ؕ (پارہ: 15 ، سورۂ بنی اسرائیل:1)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: د پاره د دې چې مونږه هغه ته خپلې عظيمې نښې اُوښايوُ.