Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

دے. د مِعراج په شپه صرف لـمونځ او لـمونځ دے چې ځي نو هُم لـمونځونه کوي او چې راځي نو د خپل اُمّت د پاره لـمونځ راوړي. يعنې پخپله ئې هم معراج اوکړو او د خپلو غلامانو د پاره ئې هم د معراج ذريعه راوړله. آؤ جي! لـمونځ د مؤمِن معراج دے. په مِرْقَاۃ  المَفَاتِیْح کښې دي: اَلصَّلَاۃ ُمِعْرَاجُ الْمُؤْمِن لـمونځ د مؤمِن مِعراج دے. ([1])

 سُبْحٰنَ اللہ! دا څومره زبردست نعمت دے...! مونږ ته د لـمونځ ډالئ ميلاؤ شوه او لـمونځ د مؤمِن معراج دے، اوس تر قيامته پورې په مسلمانانو باندې دا عنايت اوشو چې په ژوند کښې يو ځل نه، کال پس نه، مياشت پس نه بلکه هره ورځ پينځه ځله بنده اودس کوي، جُمات ته حاضريږي، په توجُّه سره، په عاجزئ او انکسارئ سره، د زړه د اخلاصه لـمونځ کوي، د خپل خوږ الله پاک په بارګاه کښې حاضري کوي، سر په سجده شي او د الله پاک سره د کلام شرف حاصل کړي. سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د مُسلمان مِعراج...!

اے عاشقانِ رَسُول! لږ غور اوکړئ! د دنيا د بادشاهانو خوا له چې ځو نو ډير څه کوؤ خو دا څومره کرم دے، د ټولو جهانونو رَبِّ کريم، د خُدائے رحمان او رحيم په پاک دربار کښې حاضريدل، هيڅ منع کيدل پکښې نشته، پاڅئ، اودس اوکړئ، د خپل رَبّ تعالٰى په حُضُور کښې حاضر شئ. دا څومره عظيم نعمت دے کوم چې مونږ ته د معراج په برکت نصيب شو، دا څومره عظيم احسان دے کوم چې د رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په برکت په مونږه ګنهګارانو باندې اوشو. سُبْحٰنَ اللہ!

بِلاله! مونږ له راحت راکړه...!

حُضور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کله چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم
 صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د معراج د پاره بوتللے شو او په مقامِ قُرب سره سرفراز کړے شو نو هغوئي


 

 



[1]... مرقاۃ ُالمفاتیح، کتاب الصلاۃ، صفحہ:421، حدیث:746 ۔