Safar e Meraj aur Pyari Namaz

Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

فرښتو عرض اوکړو: وړومبے کَس کوم چې تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوليدو (يعنې د کوم چې سر چقيدو) دا هغه وو چې قرآن کريم ئې وئيلے وو [يعنې حِفظ کړے وو] او بيا ئې پريښودے وو او د فرض لـمونځونو په وخت به اوده کيدو.([1]) 

بے نمازی کی نحوست ہے بڑی          مر کے پائے گا سزا بے حد کڑی

د بے لـمانځه 15 سزاګانې

      د بعضې روايتونو مطابق څوک چې د سستئ په وجه لـمونځ پريږي، الله پاک به هغه له 15 سزاګانې ورکوي: 6 په دنيا کښې، 3 د مرګ په وخت، 3 په قبر کښې او 3 د قبر نه د وتلو په وخت. * په دُنيا کښې ميلاويدونکې 6 سزاګانې: (1): د هغه د عمر نه به برکت ختم کړے شي (2): د هغه د مخ نه به د نيکانو بندګانو نخښې ورانې کړے شي (3): الله پاک به هغه له په هيڅ عمل باندې ثواب نه ورکوي (4): د هغه هيڅ دُعا به آسمان ته نه رسي (5): په دُنيا کښې به مخلوق د هغه نه نفرت کوي او (6): د نيکانو بندګانو په دعاګانو کښې به د هغه هيڅ حصه نه وي. * د مرګ په وخت ورکوونکې 3 سزاګانې: (1): هغه به په ذلت سره مړ کيږي (2): وږے به مړ کيږي او (3): تږے به مړ کيږي که په هغه باندې د ټولې دُنيا د سمندرونو اوبه اوڅښلے شي نو بيا به هم د هغه تنده نه ماتيږي. * په قبر کښې ورکړے کيدونکې 3 سزاګانې: (1): د هغه قبر به دومره تنګ کړے شي چې د هغه پوښتئ به په يوې بَلې کښې ننوځي (2): د هغه په قبر کښې به اور لـمبه کړے شي بيا به هغه شپه او ورځ په سکَروَټو باندې اَړولے راړولے شي او (3): په قبر کښې به په هغه باندې يو ښامار (يعنې ډير غټ مار) مسلط کړے شي د


 

 



[1]... بخاری، کتاب التعبیر، باب تعبیر الرؤیا، صفحہ:1715-1714، حدیث:7047 ملتقطاً۔