Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

د خوږ آقا څومره ښکلےشان دے په بيت المقدس کښې ئې د ټولو رسولانو امامت اوکړو او په بيت المَعمور کښې ئې د ټولو فرښتو امامت اوکړو، الله پاک هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف د نبيانو عَـلَـيْهِمُ السَّلَام امام نه دے جوړ کړے بلکه هغوئي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرښتو امام هم دے. ([1])

د محبوب اُمَّت ته هم شرف حاصل شو

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله په بيتُ المَعمور کښې لـمونځ ادا کړو، هغه ځائے کښې په مونږه ګنهګارانو هم ډير کرم اوشو: ځکه چې د صحابئ رسول حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، امامُ المَلائکه او امامُ الانبيا، نُورِ خُدا، محبوبِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: زه چې کله اووم آسمان ته اورسيدم نو په ما باندې زما اُمَّت پيش کړے شو، زما په اُمَّت کښې 2 قِسمه خلق وو (1): [يو] هٰغه خلق د کومو چې جامې سپينې وې (2): دويم هغه خلق د کومو چې جامې خِيرنې وې، پس زه بيت المَعمور ته داخِل شوم، د سپينو جامو والا زما اُمتيان هم زما سره بيت المَعمور ته لاړل، بيا ما او زما ټول مسلمان اُمَّت په بيت المَعمور کښې لـمونځ ادا کړو. ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اندازه اولګوئ! زمونږه د آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مونږ باندې څومره عظيم کرم دے، مونږه، زمونږ نه مخکښې تير شوي او تر قيامته پورې راتلونکي مسلمانان هغه وخت په عالَمِ اَروح کښې وو، ټول د نُورِ عظيم، آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې حاضر شول، ټولو ته د هغوئي په امامتئ کښې او هغه هُم د فرښتو په قبله بيت المَعمور کښې د لـمونځ ادا کولو سعادت


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح ، جلد:1، صفحہ:372 خلاصۃً۔

[2]... مسند الحارث، كتاب الایمان، باب ما جاءالاسراء، صفحہ:174، حدیث:27 بتغیر قلیل۔