Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

(1): د لـمونځ وړومبے ځائے: مدينه منوره

      د صحابئ رسول حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: کله چې نُورِ خُدا، سرورِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج په سفر روان شولو په لاره کښې چې يو ځائے ته اورسيدلو نو هلته حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: (يا رسولَ الله!  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) په دې ځائے کښې کوز شئ او لـمونځ ادا کړئ!. هغوئي لـمونځ ادا کړو. حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته معلومه ده چې تاسو په کوم ځائے کښې لـمونځ ادا اوکړو؟ (بيا ئې هم پخپله عرض اوکړو) تاسو په طيبه (يعنې په مدينه منوره) کښې لـمونځ ادا کړو، د هُم دې په لور به هجرت کيږي.

(2): د لـمونځ دويم ځائے: طُورِ سِينا

بيا په يو بَل ځائے کښې حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د کوزيدو او د لـمونځ ادا کولو د پاره عرض اوکړو. هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لـمونځ ادا کړو. حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: دا تاسو په طُورِ سِينا کښې لـمونځ ادا کړو چرته چې الله پاک حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته د هَم کلامئ شَرف عطا کړے وو.

(3): د لـمونځ دريم ځائے:  بَيتِ لَحم

بيا په يو بَل ځائے کښې حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک آخري نبي محمدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د کوزيدو او د لـمونځ کولو د پاره عرض اوکړو: هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لـمونځ ادا کړو. بيا حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: دا تاسو په بَيتِ لَحم کښې