Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

وړومبي آسمان باندې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام سره، په دويم آسمان باندې د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام سره، په دريم آسمان باندې د حضرت يوسف عَلَیْهِ السَّلَام سره، په څلورم آسمان باندې د حضرت اِدريس عَلَیْهِ السَّلَام سره، په پينځم باندې د حضرت هارون عَلَیْهِ السَّلَام سره، په شپږم آسمان باندې د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام سره او په اووم آسمان باندې د حضرت ابراهيم خليل الله عَلَیْهِ السَّلَام سره ملاقات کوي او سِدرَۃُ الْمُنْتَھیٰ ته تشريف وړي. علّامه محمود آلوسي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په روايتونو کښې راغلي دي چې په آسمانونو چې تيريدلو نو سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هر آسمان باندې 2 رکعته لـمونځ ادا کړو او د هغه آسمان فرښتو د هغوئي اِقتدا اوکړه [يعنې په هغوئي پسې ئې لـمونځ اوکړو]. ([1])

 (12): د لـمونځ دولسم ځائے: بيتُ المَعمُور

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دولسم ځائے چرته چې د الله پاک آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لـمونځ ادا کړو هغه بيتُ المَعمور دے. لکه څنګه چې زمونږه قبله کعبه شريفه ده، هم دغه شان د کعبے شريفې نه بالکل بره په آسمان باندې بيتُ المَعمور دے، هلته فرښتے لـمونځ ادا کوي. د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مِرآۃ المناجیح کښې ليکي: بيت المَعمور کومه چې د فرښتو قبله ده د بعضې روايتونو مطابق لکه څنګه چې خوږ آقا، امام الانبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بيت المقدس کښې د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام امامت کړے وو، هم دغه شان ئې په بيت المَعمور کښې د فرښتو امامت هم اوفرمائيلو. ([2])


 

 



[1]... تفسیر روح المعانی، پارہ :15، سورۂ اسراء، زیرآیت :1، جزء:15، جلد:8، صفحہ:18 ۔

[2]... مرآۃ  المناجیح ، جلد:8، صفحہ:144 بتقدم و  تاخر۔