Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

د برکت والا ځائے کښې لـمونځ ادا کول د صحابۀ کرامو طريقه ده

  خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د معراج په سفر کښې رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مختلفو ځايونو کښې لـمونځ ادا کړو، په دې کښې د درې ځايونو ذِکر مونږه واوريدو: (1): مدينه طيبه، (2): طُورِ سِينا (3): بَيتِ لَحم. دا درې واړه ځايونه کوم کوم دي؟ مدينه طيبه: هٰغه مبارک ښار چرته چې زمونږه خوږ نبي مکي مدني محمدِ عربي د دواړو جهانونو سردار، صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هجرت د پاره تشريف راوړے وو، په کومو کوڅو کښې چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُبارک قدمونه کيښودي وو، چرته چې نن هم د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُور نه ډکه روضه مبارکه ځليږي، دغه شان طُورِ سِينا: هغه ځائے دے چرته چې په حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام باندې وحي نازِله شوې وه، چرته چې الله پاک د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  د پاره تجلي نازله کړې وه او دريم ځائے: بَيتُ اللَّحم: هغه ځائے دے چرته چې د الله پاک د نبي، حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ولادت شوے وو. يعنې درې واړه د برکت ځايونه دي، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج په شپه په دريو واړو ځايونو کښې لـمونځ ادا کړو، د دې نه معلومه شوه: چې د برکت والا ځايونو ته تلل، هلته عبادت کول 100 فيصده صحيح هم دي او اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د برکت ذريعه هم ده.

د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان يو مبارک معمول

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د برکت والا ځايونو ته تلل، هلته عبادت کول د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د معمولاتو نه دي، هغه مبارک ځايونه چرته چې سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک قدمونه کيښودي وو، صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به هٰغه ځايونه لټول او هلته به ئې عبادت کولو. هم دغسې (1): حضرت عُتبان بن مالک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې انصاري او بدري صحابي دے، د هغوئي د سترګو نظر په کميدو شو، نو هغوئي خوږ آقا