Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

لـمونځ ګزاره جوړ شئ!

اے عاشقانِ رَسُول! الله پاک دې مونږه پاخه رښتوني لـمونځ ګزاره جوړ کړي! نن د معراج شپه ده، نن شپه دا پوخ نيت اوکړئ چې د نن نه پس به زما نه يو لـمونځ هم نه قضا کيږي! جَمعه [يعنې امامتئ سره لـمونځ] به مې هم نه قضا کيږي! پينځه واړه لـمونځونه به په پابندئ سره په جُمات کښې د تکبير اُولیٰ سره ادا کووم! په ژوند کښې چې رانه کوم لـمونځونه قضا شوي دي، د هغې به هم حساب لګووم او هم د نن نه به ئې قضا راګرځول شروع کووم. اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم!

د معراج د ډالئ برکتونه

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د معراج د ډالئ يعنې د ښکلي ښکلي عبادت لـمونځ ډير برکتونه دي: * لـمونځ د ايمان نخښه ده * يو لـمونځ د بَل لـمونځ پورې د ګناهونو د پاره کفاره ده * لـمونځ د الله پاک د رضا او الله پاک ته د نزدې کيدو ذريعه ده * د عملونو د تول کيدو په وخت د لـمونځ کوونکي د پاره حُجّت او دليل دے * د دې سره د جُماتونو ښکلا او آباديدل دي * د فرښتو د ټولو عبادتونو جامع دے * دا د بے حيائيئ او بدکارئ نه منع کوي * بلاګانې لرې کوي او د الله پاک د عذاب نه خلاصے ورکوي * د مشکلاتو د حل بهترينه ذريعه ده * غم په سکون بدلوي * غرور او تکبر ماتوي * بنده د الله پاک په ويره ښکلے کوي * د فقيرئ او غريبئ نه ئې لرې باسي * بنده ته د الله پاک شرف ورکوي او د دې قابله کوي ئې چې هغه اَرْحَمُ الرّاحِمِیْن د بنده ذِکر فرمائي * د مسلمانانو وَسله او د دوئي د حفاظت مضبوطه قلعه ده * د قبر تيارۀ په رڼا بدلوي. * د الله پاک په بارګاه کښې د لـمونځ کوونکو هر سحر او ماښام تذکِره کيږي * لـمونځ