Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

دين مکمل شو ځکه چې عَينِي (يعنې په سترګو ليدونکي) ګواه تشريف راوړے دے. ([1])    

نہ رکھی گل کے جوشِ حُسن نے گلشن میں جَا باقی   چٹکتا پھر کہاں غُنْچَہ کوئی باغِ رسالت کا([2])

وضاحت: زمونږه خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نبوت د باغ د ټولو نه ښکلے ګُل دے، کله چې دا مبارک ګُل اوسپړدلے شو، د دې ګُل مقدسه حُسن د نبوت په باغ کښې داسې رنګيني جوړه کړه چې اوس د بَل يو ګُل د پاره په دې باغ کښې ځائے پاتې نه دے، چې د نبوت په باغ کښې اوس نور د څه ګل حاجت پاتې نه شو، ځائے بچ پاتې نه شو نو اوس بَل يو ګُل په دې باغ کښې څنګه پيدا کيدے شي.

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د مِعراج سفر او ښکلے لـمونځ

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مِعراج شريف عظيمُ الشانه مُعجزه ده او لـمونځ افضل ترين عبادت دے. که چرې مونږه غور اوکړو نو معلومه به شي چې د مِعراج شريف او د لـمونځ په خپل مينځ کښې ډير پوخ تعلق دے. خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مکے مکرمے نه تشريف يوړلو، بيت المقدس، بيا اووم آسمان، بيا سِدرَۃُ الْمُنْتَھیٰ ته، بيا لامکان ته، بيا ئې د هغه ځائے نه واپس مکے مکرمے ته تشريف راوړلو، په دې ټول سفر کښې ځائے په ځائے د لـمونځ کولو تذکرے دي. د مِعراج په ټول سفر کښې کم او زيات 12 ځايونه دي چرته چرته چې مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لـمونځ ادا کړے وو.


 

 



[1]... نور العرفان، پارہ :15، سورۂ بنی اسرائیل، زیرآیت :1،صفحہ:339 بتغییر قلیل۔

[2]... حدائق بخشش، صفحہ:37 ۔