Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz
الله پاک د ديدار آرمان کړے وو خو آرمان ئې نه وو پوره شوے، نن چې کله د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دا سعادت نصيب شو نو حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام دا غوښتل چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا بيا د الله پاک سره ملاقات اوکړي او زه بيا بيا د دوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار اوکړم، ګويا چې د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د پاره د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخ مبارک د جمالِ کبريا [يعنې د الله پاک د ښکلي دِيدار] آئينه وه، د هغوئي د طُور والا آرمان نن پوره کيدلو. ([1])
جنہاں اَکِّھِیاں دِلْبَر ڈِٹھا اَوہ اَکِّھِیاں اَج تک لَیَّاں
[د پنجابي يا سرائيکي ژبې شعر دے د دې معني ده]
يعنې: کومو سترګو چې د محبوب ديدن کړے دے، ما هغه سترګې اوليدلې، دا هم ډير لوئے سعادت دے.
اے عاشقانِ رَسُول! لـمونځ څومره ښکلے عبادت دے چې خوږ آقا، زمونږه ښکلي نبي، رسولِ هاشمي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله د معراج په شپه د خپل رَبّ د ملاقات د پاره تشريف وړلو بيا ئې هم په 6 ځايونو کښې لـمونځ ادا کړو، په مسجدِ اقصیٰ کښې ئې يواځې لـمونځ ادا نه کړو بلکه د هغوئي په امامت کښې انبيائے کرامو، رسولانو او فرښتو هم لـمونځ ادا کړو، هر آسمان ته چې ځي نو 2، 2 رکعته لـمونځ ادا کوي او د فرښتو امامتي کوي. او کله چې د رَبّ تعالٰى بارګاه ته ځي نو د لـمونځ رُکنِ اَعظم سجده ادا کوي د رَبّ تعالٰى د ملاقات نه پس چې کله واپس د خپل اُمّت په لور راځي نو د کائنات خالق عَزَّوَجَلَّ هم چې د خپل محبوب د اُمّت د پاره کومه ډالئ عطا کوي هغه هم لـمونځ