Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

په دکان کښې زمونږ سره کار کوونکو ته هم د لـمونځ دعوت ورکول او د لـمونځ ګزاره جوړولو کوشش کول دي. په حديثِ پاک کښې دي: د حضرت ابو سَعِيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې حضورِ پاک، صاحبِ لولاک، سيّاحِ افلاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل چې په تاسو کښې چې څوک کله څه بدي اوويني نو هغه له پکار دي چې بدې په خپلو لاسونو بدله کړي او څوک چې په خپلو لاسونو سره د بدلولو وَس نه لري هغه له پکار دي چې په خپله ژبه ئې بدله کړي او څوک چې په خپله ژبه هُم د بدلولو وَس نه لري هغه له پکار دي چې په خپل زړه کښې ئې بده اوګڼي او دا د ټولو نه د کمزوري ايمان نخښه ده. ([1])

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدني قافله

اے عاشقانِ رَسُول!  د نيک لـمونځ ګزاره جوړيدو، د سُنّتو زده کولو، په دې باندې د عمل کولو او د ګناهونو نه د بچ کيدو د ذهن موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني ماحول لـمن اونيسئ! په 12 ديني کارونو کښې ښه پوره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دين او د دنيا بے شميره برکتونه به مو نصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مدني قافله هم ده.

د مصطفٰے ديدن ئې نصيب شو

د پنجاب (پاکستان) د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: چې د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې زما ناسته پاسته د بد عقيده خلقو سره وه. او په فلمونو ډرامو او سندرو باجو باندې مئين ووم او زما په مخ ګيره هم د سُنَّتو مطابق نه وه بلکه وړه وه. زما په نيغه لار د راتللو ذريعه څه داسې جوړه شوه چې يو ځل زما په دُکان


 

 



[1]... سنن نسائی، کتاب الاِیمان، باب :تفاضل اہل الایمان، صفحہ:802، حدیث :5018 بتغیر قلیل ۔