Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

لـمونځ او د مِعراج ياد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! لـمونځ د مِعراج ډالئ هم ده، د مؤمن په حق کښې مِعراج هم دے او په دې ښکلي ښکلي عبادت يعنې لـمونځ کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج ياد هم کيښودلے شوے دے. آؤ جي! علمائے کرام فرمائي: د مِعراج په شپه چې کله زمونږه خوږ آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اللهُ ربُّ العِزّت په بارګاه کښې حاضر شو نو عرض ئې اوکړو: اَلتَّحِیَّاتُ لِلّٰہِ وَالصَّلَوٰتُ وَالطَّیِّبَاتُ (يعنې ټول قولي فعلي عبادتونه د الله پاک د پاره دي) الله پاک د دې په جواب کښې اوفرمائيل: اَلسَّلَامُ عَلَیْكَ اَیُّھَا النَّبِیُّ وَ رَحْمَۃُ اﷲ ِوَبَرَکَاتُہٗ (سلام دې وي په تا باندې اے نبي! او د الله پاک رحمتونه او برکتونه)، په دې باندې رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا عرض اوکړو: اَلسَّلَامُ عَلَیْنَا وَعَلیٰ عِبَادِ اﷲِ الصَّالِحِیْنَ (سلام دې وي په مونږ باندې او د الله پاک په نيکانو بندګانو باندې). ([1])

چې کله خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج نه واپس تشريف راوړلو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمّت ته د اَلتَّحِیَّات تعليم ورکړو او په دې کښې ئې هم دغه مُبارک کلمات اوښودل، ګويا هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل چې: اے خلقو! لـمونځ ستاسو معراج دے، ما چې په معراج کښې د رَبِّ کريم سره کومې خبرې اوکړې نو تاسو هُم په لـمونځ کښې هم هغه کوئ. ([2])

  په لـمونځ کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تصور

په دې ځائے کښې امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډيره د عشق نه ډکه خبره ليکلې ده، هغوئي د لـمونځ آداب بيانولو کښې فرمائي: کله چې لـمونځ کوونکے اَلتَّحِیَّات ته اورسي او دا


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح، جلد:2، صفحہ:88۔

[2]... مرآۃ المناجیح، جلد:2، صفحہ:90۔