Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

شب بيداري کړې وه (يعنې د شپې به ويښ وو او عبادت به ئې کولو) کله چې به د پيشمني وخت شو نو داسې دُعا به ئې کوله: اے الله کريمه! که چرې تا په خپل مخلوق کښې چا ته په قبر کښې د لـمونځ ادا کولو شرف عطا کړے وي نو ما ته ئې هم عطا کړه. الله پاک د هغوئي دُعا قبوله کړې ده. ([1])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر کمال

اے عاشقانِ رَسُول! مونږ د مِعراج د سفر روايت واوريدو، زمونږه خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج په شپه د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام مزار شريف ته تشريف يوړلو او هغوئي عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ئې په قبر مبارک کښې په لـمونځ ادا کولو اوليدل، د دې نه خو يو د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر د کمال پته اولګيده چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه وخت په عالمِ دُنيا کښې وو ولې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  په عالمِ برزخ کښې وو، رسولِ خُدا، اَحمدِ مُجتَبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په عالمِ دُنيا کښې د اوسيدو باوجود حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام اوليدلو او معلومه ئې هم کړه چې هغوئي دغه وخت په څه حال کښې دي او څه کوي.

سُبْحٰنَ اللہ! دا د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر کمال دے...!!

قبرونو له تلل د مصطفٰے سُنَّت دي

بيا د دې روايت نه دا هم معلومه شوه چې د نبيانو، وليانو مزارونو ته تلل د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي. اوګورئ! د مِعراج په شپه سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار


 

 



[1]... صفوۃ الصفوۃ، جز:3، جلد:2، صفحہ:177 بتغیرقلیل۔