Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام مزار مبارک ته تشريف يوړلو او د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا هم معمول وو چې هره هفته به ئې په اُحُد شريف کښې د اُحُد د شهيدانو مزارونو له تشريف وړلو.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! نن هم عاشقانِ رسول د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا ادا، ادا کوي او د انبيائے کرامو عَـلَـيْهِمُ السَّلَام، صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم  او اوليائے کرامو رَحِمَهُمُ الـلّٰـه مزارونو ته حاضري کوي. آؤ! دومره فرق ضرور دے چې رسولِ رحمت، شفيعِ اُمّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د فيض [برکت] ورکولو د پاره تشريف وړلو او مونږه ګنهګاران د نيکانو خلقو نه د فيض حاصلولو د پاره مزارونو ته حاضريږو.

آقا کريم د سختې حل اوښودلو

حضرت ابو علي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک نيک بنده وو، يو ځل هغوئي د ډيرې غټې سختي سره مخ شو، په دې فِکر او غم کښې پريشانه شو، يوه شپه چې اوده شو بخت ئې رابيدار شو، د اُمَّت غمخوار، مکي مدني سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته د سختې حل فرمائيلو د پاره په خوب کښې تشريف راوړلو. خوږ آقا، سرورِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته اوفرمائيل: اے ابو علي! تۀ د يحيیٰ بن یحییٰ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار ته لاړ شه! هلته چې لاړ شې نو اِستِغفار اوکړه او خپل حاجت وړاندې کړه! ستا حاجت به پوره شي. حضرت ابو علي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي، کله چې سحر شو نو زه د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمان مطابق د يحيیٰ بن یحییٰ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار ته حاضر شوم او اِستِغفار مې اوکړو او خپل حاجت مې وړاندې کړو. د الله پاک په کرم سره زما حاجت پوره شو او زما پريشانئ ختمې شوې.([1])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]... تہذیب التہذیب، جلد:11، صفحہ:299۔