Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

راتلل ثابتوي چې زمونږه حُضُور په قبر مبارک کښې ژوندے دے،  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي.

اَنبیا کو بھی اَجل آنی ہے              مگر ایسی کہ فَقَط آنی ہے

پھر اُسی آن کے بعد اُن کی حَیات   مِثلِ سابق وہی جسمانی ہے

وضاحت:  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام له هم مرګ راځي خو داسې چې صِرف د يوې لحظې د پاره يعنې د يوې لحظې د پاره مرګ حاضري کوي. بيا دوئي ته د مخکښې په شان حِس لرونکې دنيائي، جسماني ژوند عطا کولے شي.

اولياء الله هم په قبرونو کښې لـمونځونه ادا کوي

اے عاشقانِ رَسُول! اے عاشقانِ اولياء! چې خبره روانه ده نو دا به هم عرض کړم چې د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام مرتبه خو ډيره زياته اوچته ده، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اوليائے کرام هم د الله پاک په فضل او کرم سره په خپلو خپلو مزارونو کښې ژوندي دي او چا له چې الله پاک توفيق ورکړي، هغوئي په مزارونو کښې لـمونځونه هم ادا کوي. لکه د حضرت شَيبَان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والدِ محترم فرمائي: په هغه ذات مې دې قسم وي د کوم نه علاوه چې بَل هيڅ معبود نشته! حضرت ثابت بُنَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما او حضرت حُمَيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لحد ته کوز کړو، کله چې پرې مونږه خختې سمې کړې نو اتفاقاً يوه خخته دننه اوغورځيدله، زه چې کله د هغه خختي را اوچتولو د پاره ورښکته شوم نو زما نظر په هغوئي پريوتو چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل قبر کښې لـمونځ ادا کوي، ما چې هغوئي په لـمونځ ادا کولو اوليدو نو د خپل ملګري نه مې پوښتنه اوکړه: آيا تا اوليدلو؟ نو هغه اووئيل: خاموشه اوسه! د دفن کولو نه د فارغيدو نه پس زه او زما ملګرے د هغه د لور خوا ته ورغلو او پوښتنه مو ترينه اوکړه: ستا والدِ مُحترم به څه عمل کولو؟ هغې اووئيل: زما والدِ محترم 50 کاله پرله پسې د