Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! که سر معمولي شان زخمي شي نو بنده د تکليف نه بے قراره شي نو مَعَاذَ الله د لـمونځ قضا کولو په شکل کښې که چرې د ده نازک سر فرښتو چقول شروع کړو نو د ده به څه کيږي! کاش! کاش! کاش! چې ټول مسلمانان پاخه لـمونځ ګزاره جوړ شي.

ہو گی دنیا خراب، آخرت بھی خراب بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز

بےنمازی جہنّم کا حقدار ہے                  بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز

قبر میں سانپ بچھو لپٹ جائیں گے     بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز

سہہ سکو گے نہ دوزخ کا ہرگز عذاب    بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز

دیکھو! اللہ ناراض ہو جائے گا              بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز

د سر چقيدو سزا

د سحر د لـمونځ په وخت اوده کيدونکي دې، د لـمونځ وخت په اودو د تيرولو د خطرناکې سزا کيفيت اولولي او توبه دې کړي. يو حديث شريف دے: سرکارِ مدينۀ منوره، سردارِ مکه مکرمه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته اوفرمائيل: نن شپه 2 کسان (يعنې جبرائيل او ميکائيل عَلَیْهِما السَّلَام) زما خوا له راغلل او زه ئې اَرضِ مُقدَّس (يعنې بيت المقدس) ته راوستم. ([1])  ما اوکتل چې يو کَس ملاست دے او سر ته ئې يو کَس کاڼے [ګټه] په لاس ولاړ دے او مسلسل په کاڼي [يعنې په ګټه] د هغه سر چقوي، هر ځل د چقيدو نه پس سر بيا ټيک شي. ما هغه فرښتو ته اوفرمائيل: سُبْحٰنَ اللہ! دا څوک دي؟ هغوئي عرض اوکړو: مخکښې تشريف يوسئ! (د نورو نظارو ښودلو نه پس)


 

 



[1]... بخاری، کتاب الجنائز، صفحہ:386، حدیث:1386۔