Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

اولولي: اَلسَّلَامُ عَلَیْكَ اَیُّھَا النَّبِیُّ (يعنې اے نبي! په تاسو دې سلام وي) د هغه وخت ادب دا دے چې لـمونځ کوونکے حُضُور جانِ عالم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپل زړه کښې حاضر اوګڼي او دا تصور تړلو سره دا کلمات اووائي چې زه د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه کښې سلام عرض کووم او هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ما ګنهګار باندې کرم فرمائي او د سلام جواب راکوي. ([1])   

کیا  کرم کیا تیری  یاد نے،

میرے  وہ بھی سجدے ادا ہوئے،               مجھے آ جگایا نماز میں

جو قضا ہوئے تھے نماز میں

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د معراج په شپه ئې عذاب اوليدلو

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! [پينځه وخته لـمونځ ادا کول فرض دي او څنګه چې د دې ثوابونه ډير دي دغسې د دې عظيم فرض عبادت قصداً نه کولو او په دې کښې د سستئ کولو عذابونه هُم ډير خوفناک دي چنانچه!] په روايتونو کښې دي: مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج په شپه د داسې خلقو خوا له تشريف يوړلو د کومو سرونه چې به په کاڼو چقيدل، کله به چې هم هغه اوچقولے شول نو هغه به بيا د مخکښې په شان صحيح شول او دا سلسله به هم دغه شان روانه وه نو خوږ نبي
 صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه اوکړه: اے جبرائيله! دا څوک دي؟ عرض ئې اوکړو: دا هٰغه خلق دي د کومو سرونه چې به په لـمونځ کولو درَنيدل (يعنې فرض لـمونځونه به ئې نه کول). ([2])


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح، جلد:2، صفحہ:92 بغیر قلیل ۔

[2]... مسند بزار، جلد:17، صفحہ:5، حدیث:9518 ۔