Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

اللہ کی عِنایت!                         مرحبا         مِعْراج کی عَظَمَت!            مرحبا

بُراق کی قسمت!                     مرحبا               بُراق کی سُرعَت!       مرحبا

اَقصیٰ کی شوکت!                  مرحبا               نبیوں کی اِمامت!        مرحبا

آقا کی رِفعت!                           مرحبا           آسماں کی سیاحت!     مرحبا

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د مِعراج د سفر درې حصے

الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

سُبۡحٰنَ الَّذِیۡۤ  اَسۡرٰی بِعَبۡدِہٖ لَیۡلًا مِّنَ الۡمَسۡجِدِ الۡحَرَامِ اِلَی الۡمَسۡجِدِ الۡاَقۡصَا الَّذِیۡ بٰرَکۡنَا حَوۡلَہٗ  لِنُرِیَہٗ مِنۡ اٰیٰتِنَا ؕ اِنَّہٗ  ہُوَ  السَّمِیۡعُ  الۡبَصِیۡرُ (۱(پارہ: 15، سورۂ بنی اسرائیل:1)

ترجَمۀ کنزُ العرفان:  پاک دے هٰغه ذات چا چې په خپل خاص بنده د شپې په څه حِصَّه کښې د مسجدِ حرام نه مسجدِ اقصیٰ پورې سيل اوکړو د کوم نه ګير چاپيره چې مونږه برکتونه کيښودي دي د پاره د دې چې مونږه هغه ته خپلې عظيمې نښې اُوښايوُ. بيشکه هُم هغه اوريدونکے، ليدونکے دے. (۱)

د مِعراج د سَفَر 3 حِصّے دي: (1): فرشي مِعراج کوم چې د مکے مکرمے نه د مسجدِ اَقصیٰ پورې دے، دې ته اِسراء وائي (2): آسماني مِعراج کوم چې د مسجدِ اَقصیٰ نه د سِدرَۃُ الْمُنْتَھیٰ پورې دے، دې ته مِعراج وائي (3): د دې نه پس دے لامکاني مِعراج کوم چې د سِدره نه وړاندې تر لامکانه پورې دے، دې ته عُرُوج وائي. د پینځلّسمې سيپارے، سورۀ بني اسرائيل دا کوم آيت مبارک چې مونږه اوس واوريدو، په دې مختصر