Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

د معراج د سفر په باره کښې په روايتونو کښې دي: کله چې سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيت المقدس ته تشريف راوړلو نو د هغوئي د اوچت شان د اظهار او هرکلي د پاره ټول انبيائے کرام عَلَیْهِمُ السَّلَام د مخکښې نه هلته راجمع شوي وو، دې ټولو حضراتو چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوليدلو نو هرکلے ئې ورته اووئيلو، بيا چې کله د لـمونځ وخت شو نو حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام د لاس مبارک نه اونيولو او رامخکښې ئې کړلو او هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام امامت اوکړو. ([1])

ستاسو د معلوماتو د پاره عرض کووم: عَلَّامه مَحمُود آلوسي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل فرمائي چې زمونږه خوږ آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام ته د 2 رکعتو لـمونځ جَمع ورکړله او د هغې په وړومبي رکعت کښې ئې د سُورۀ کافِرون تلاوت اوفرمائيلو او په دويم رکعت کښې ئې د سُورۀ اِخلاص تلاوت اوفرمائيلو. د انبيائے کرامو 7 صفونه وو، په دې کښې 3 صفونه د مُرسَلِينو وو. ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! هغه به څومره ښکلے لـمونځ وو او څومره ښکلې نظاره به وه چې ټول انبيا او رُسُل عَلَیْهِمُ السَّلَام مُقتديان وو او زمونږ خوږ نبي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې امامت کولو.

مقتدی ہیں سارے اَنبیاء        مصطفٰے اِمام ہو گئے

يقيناً په کائنات کښې داسې لـمونځ چرې هم نه دے شوے، څومره منفرد انداز وو چې اَذان کوونکے سيِّدُ الـمَلائکه حضرت جبرائيلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام وو، لـمونځ کوونکي انبيائے کرام عَلَیْهِمُ السَّلَام وو او امام ئې سيِّدُ الاَنبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وو، آسمان کله هم داسې نظاره نه وه ليدلې.


 

 



[1]... معجم اوسط، جلد:3، صفحہ :65 ، حدیث:3879۔

[2]... تفسیر روح المعانی، پارہ :15،سورۂ اسراء، زیر آیت :1،جزء:15، جلد:8، صفحہ:17 ۔