Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz
حکمت دے، الله پاک وړومبے 50 فرض کړل، بيا ئې د خوږ آقا، مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام په وسيله باندې 5 کړل، د دې نه معلومه شوه: چې د الله والؤ ذريعه، وسيله ډير لوئے نعمت دے چې د دې په برکت آساني ورکولے کيږي.
(3): دا هم د غور خبره ده چې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پخپله کليمُ الله دے، هغوئي به د الله پاک سره د کلام کولو شوق هم لرلو، کله چې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمّت سره همدردي غوښتله نو هغوئي به پخپله د الله پاک په بارګاه کښې عرض کړے وے چې مولیٰ عَزَّوَجَلَّ ! 50 لـمونځونه به دا اُمّت اونکړے شي، کم ئې کړئ. خو حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پخپله عرض اونکړو بلکه د خوږ آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ذريعه ئې کم کړل، معلومه شوه: چې د امامُ الانبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا شان دے چې کليمُ الله عَلَیْهِ السَّلَام ته هم د الله پاک په بارګاه کښې څه عرض کول وي نو د دوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ذريعه ئې کوي.
انبیاء و اولیاء، اولین و آخرین کون ہے جس کو نہیں حاجت رسول اللہ کی
(4): بيا په دې هم غور اوکړئ! چې د معراج په شپه خوږ آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 10 ځله د الله پاک په بارګاه کښې حاضر شولو، يوه خو وړومبئ حاضري شوه، بيا د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام په خواست باندې ئې 9 ځله د حاضرئ سعادت حاصل کړلو. سُبْحٰنَ اللہ!
(5): خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام په بارګاهِ رسالت کښې د لـمونځونو کمولو د پاره د عرض کولو، په دې کښې يوه ډيره ښکلې او د عشق نه ډکه نکته علمائے کرامو ليکلې ده، فرمائي: چې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام په کوهِ طُور باندې د