Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

د دې آيت مبارک لاندې مُفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يعنې خپل حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې آسمان او لامکان ته اوبللو او هٰغه نخښې ئې ورته اوښودلې کومې چې باقې ټولو نبيانو او رسولانو عَـلَـيْهِمُ السَّلَام اوريدلې وې، لکه د رَبّ ذات، عرش او کرسي، لوح او قلم، جنّت او دوزخ وغيره (دا ټولې نخښې باقې پاتې نبيانو او رسولانو د وحي په ذريعه اوريدلې وې، هم دغسې باقي ټولو چې څه اوريدلي وو، الله کريم خپل محبوبِ عظيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته هغه هر څه اوښودل، ولې ئې اوښودل) د پاره د دې چې باقې انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام  د وحي په ذريعه کومې خبرې اوريدلې وې او د هغې ګواهي ئې ورکړې وه، چې اوس د ټولو نبيانو تاجدار، مکي مدني سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګواهې د اوريدو په ذريعه نه بلکه په سترګو ليدلې اوکړي. الله پاک فرمائي:

اِنَّاۤ  اَرۡسَلۡنٰکَ شَاہِدًا وَّ مُبَشِّرًا وَّ  نَذِیۡرًا (ۙ۴۵(پارہ :22 ،سورۂ احزاب:45)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: اے نبي! مونږه ته ګواه  او زيرے ورکوونکے او ويره اَورَوونکے اوليږلې (۴۵)

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوہ: چې باقې ټول نبيان مُخبِر (يعنې د وحي په ذريعه د اوريدو سره ويوونکي) وو، زمونږه آقا او مولیٰ، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سترګو د ليدلو سره ګواهي ورکولو والا دے. مُفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: د ليدونکي ګواه نه پس د بَل ګواه ضرورت نه پاتې کيږي، ځکه اوس بَل څوک نبي نشي جوړيدے، الله پاک فرمائي:

اَلۡیَوۡمَ اَکۡمَلۡتُ لَکُمۡ دِیۡنَکُمۡ  (پارہ :6، سورۂ مائدہ:3)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: نن ما ستاسو د پاره ستاسو دين مکمل کړو.