Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

کور کښې د دِين ماحول جوړ شوے دے * ګيرې يـې پريښودې دي * عمامې يـې پۀ سر کړې دي * د مدينے محبت يـې نصيب شوے دے * د حج رغبت يـې پيدا شوے دے * ډير پکښې حاجيان جوړ شوي دي * د نعتونو وئيلو * د نعتونو اوريدو ذوق او شوق يـې نصيب شوے دے * عشقِ رسول يـې نصيب شوے دے *د غوثِ پاک او اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِما تعارف ورته حاصل شوے دے. داسې که مونږه غور وکړو نو داسې به پۀ سوؤنو مثالونه وي کوم چې به د اميرِ اهلِسُنَّت د مُريد جوړيدو پۀ برکت نصيب شوي وي. غرض دا چې د مُريد جوړيدو پۀ برکت انسان پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې سعادت مند کيږي.    

د بيعت تعارف، فائدې او فضيلتونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! سلسله عاليه قادريه ډيره د برکت والا سلسله ده اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شيخ طريقت امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ قادريه سلسله کښې بيعت کړے دے، سيدي  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم پۀ قادريه سلسله کښې بيعت کړے وو او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! باقي پاتې چې څومره هم د طريقت سلسلې دي سلسلۀ نقشبندیه، سلسلۀ سهروردیه، سلسلۀ چشتیه پۀ دې ټولو کښې هم د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فيضان رسي. د سلسله عاليه قادريه شهنشاه سيدي غوثِ پاک شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے او دا سلسله اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته او د هغوئي نه وړاندې خوږ آقا او مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته رسي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د خپل پير او مرشِد حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره بے حده محبت کوي. راځئ د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د هغوئي د محبت يو څو ايمان تازه کوونکي مثالونه وګورئ: