Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

د رَبيعُ الآخر پۀ يولسمه شپه ټول کال د مصيبتونو نه د حفاظت پۀ نيت سره د سرکارِ غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يولس نومونه (اوّل او آخِر يولس کرته دُرُود شريف) ولولئ او پۀ کجورو باندې يـې دم کړئ او پۀ هٰغه شپه باندې يـې وخورئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ټول کال به د مصيبتونو نه حفاظت کيږي. يولس نومونه دا دي: (1): سیِّدمُحْيُ الدِّیْن سلطان (2): مُحْيُ الدِّین قطب (3): مُحْيُ الدِّین خواجه (4): مُحْيُ الدِّین مخدوم (5): مُحْيُ الدِّین ولي (6): مُحْيُ الدِّین بادشاہ (7): مُحْيُ الدِّین شیخ (8): مُحْيُ الدِّین مَوْلٰنا (9): مُحْيُ الدِّین غوث (10): مُحْيُ الدِّین خلیل (11): مُحْيُ الدِّین. ([1])  

 الله کريم دې زمونږ د ټولو د امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه او د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ وسيله د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه رښتوني پخه غلامي رانصيب کړي او زمونږه خاتمه دې پۀ ايمان باندې وکړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم . 

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مَدَني قافله

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي پۀ ټوله دُنيا کښي د دِين پيغام عام کولو کښې مصروف دے * پۀ زړۀ کښې د عشقِ رسول د شمعې بلولو * د صحابۀ کرامو او د اهلِ بيتو د فيضان * د غوث او د خواجه فيضان      * او د رضا د فيضان موندلو د پاره تاسو هم د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! د دعوتِ اِسلامي پۀ 12 ديني کارونو کښې ښه پوره عملي طور برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او د دنيا بے شميره برکتونه به مو نصيب شي.


 

 



[1]... جنات کا بادشاہ ، صفحہ:18۔