Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

شيخ شهابُ الدِّين سهروردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د تهجدو کولو، د روژو نيولو او د نفلي نـمونځونو کولو چې پۀ زړۀ باندې کوم اثر وي، د خُدائے پۀ لاره کښې د سفر کولو هم دغه اَثَر وي۔ (عوارف المعارف)

اَللہُ اَکْبَر! څومره عظيمه خبره ده۔۔۔!! د تهجدو کولو سره څۀ کيږي؟ * د زړۀ نه د ګناهونو خِيرے لرې کيږي * پۀ زړۀ کښې نُور راځي * باطِني بيماريانې ټيک کيږي * د نيکو رغبت زياتيږي * د ګناهونو نه نفرت نصيب کيږي * باطِن صفا سوترا پړقيدونکے کيږي او د صوفيائے کرامو پۀ نزد دا خبره هم ټاکلے شوې ده چې د تهجدو نـمونځ او نفلي روژې ډير پۀ تيزۍ سره زړۀ پاک او صفا کوي، شيخ شهابُ الدِّين سهروردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: * د زړۀ پاک صفا * سوترا پړقيدونکي جوړولو کښې چې کوم اثر پۀ تهجدو کښې دے * کوم اثر چې پۀ نفلي روژو کښې دے * کوم اثر چې پۀ نفلي نـمونځونو کښې دے، هم هٰغه اثر د خُدائے پۀ لاره کښې پۀ مسافر جوړيدو کښې هم دے، يعنې څومره پۀ تيزۍ سره چې د تهجدو پۀ برکت زړۀ صفا کيږي، هم دومره پۀ تيزۍ سره د خدائے پۀ لاره کښې د مسافر جوړيدو سره هم زړۀ صفا کيږي۔

دل کی کَلیاں کِھلیں قافِلے میں چلو                                                                         رنج وغم بھی مِٹیں قافلے میں چلو

فضل کی بارِشیں، رَحمتیں نعمتیں                                                                            گر تمھیں چاہئیں قافلے میں چلو

د خُدائے پۀ لاره کښې د سفر دِيني فائدے

شيخ شهابُ الدِّين سُهَروَردِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: لکه څنګه چې د دَبَاغَت (يعنې څرمنې له د مالګې ورکولو، د دې د پخولو او صفا کولو سره) څرمن نرميږي، د هغې بدبوئي