Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
مجموعه ده۔ پۀ مَدَني قافله کښې سُنَّت زده کولے او ښودلے کيږي * د عِلمِ دِين درس ورکولے او اوريدلے کيږي * دِيني بيانونه کولے او اوريدلے کيږي * د خپلو اعمالو د جائزې اخستو حلقه لګولے کيږي * د تهجدو، اشراق، څاخت، اوابين او د توبې د نـمونځ د نفلولو کولو سعادت نصيب کيږي * د قرآن سورتونه يادولے کيږي * د فرض نـمونځونو د جَمعې سره پۀ جومات کښې ادا کول نصيب کيږي * او د نيکانو خلقو صحبت نصيب کيږي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مَدَني قافله د عِلمِ دِين زده کولو او ښودلو بهترينه ذريعه ده۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د مَدَني قافلې پۀ برکت سره * سُنَّت زده کيږي * د اوداسه * غسل * او د نـمونځ ضروري مسئلې او احکام زده کيږي * د قرآنِ کريم د مختصرو سورتونو د يادولو سعادت نصيب کيږي * تجويد او قراءَت زده کول نصيب کيږي، او ډير داسې څۀ دي د کومو چې مونږ ته د زده کولو حاجت دے بلکې بعضې علوم خو هٰغه دي د کومو زده کول چې پۀ هر مسلمان باندې فرض دي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د مَدَني قافلې پۀ برکت باندې هٰغه فرض علوم زده کول هم نصيب کيږي۔
يو ځل د عاشقانِ رسول يوه مَدَني قافله د خدائے په لاره کښې پۀ سفر باندې وه، هٰغه وخت پۀ جومات کښې د زده کولو او ښودلو حلقه ولګولے شوه، پۀ دې کښي د غسل فرائض وښودلے شول۔ دا يـې چې واوريدل نو يو بوډا بابا پۀ ژړا شو۔ پۀ ژړا کښې يـې وه وئيل: