Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
کړے وے او مدينے منورې ته راغلے وے او پۀ مدينه منوره کښې وفات شوے وے، داسې د دوئي د پيدائش د ځائے نه واخله تر د مدينے منورې پورې چې کومه زمکه وه، هٰغه همره زمکه به هغوئي ته د جنَّت عطا کړے شوې وه۔ (مرقاۃ وغیرہ)
میں جو یُوں مدینے جاتا تَو کچھ اور بات ہوتی کبھی لوٹ کر نہ آتا تو کچھ اور بات ہوتی
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
زۀ د مَدَني قافلې سره راغلے يم
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک پۀ خپله لاره کښي سفر کوونکو باندي خصوصي مهرباني فرمائي ۔د حيدر آباد (سندھ، پاکستان) واقعه ده، يو ماډرن ځلمے وو، هغۀ ته يو اِسلامي ورور د نيکۍ دعوت ورکړو او پۀ مَدَني قافله کښې يـې د سَفر کولو ترغيب ورکړو۔ د هٰغه ماډرن ځلمي ذهن جوړ شو او هغۀ پۀ رښتوني زړۀ پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کولو د پاره نوم وليکلو۔ د الله پاک قدرت ته ګوره چې هغۀ لا پۀ مَدَني قافله کښې روان شوے نه وو چې د هغې نه مخکښې وفات شو۔ د هغۀ پۀ کور والؤ کښې چا هغۀ پۀ خوب کښې وليدلو، هغۀ يـې پۀ يو شين باغ کښې خوشحاله وليدو۔ خوب ليدونکي ترينه پوښتنه وکړه: دلته څنګه راغلې؟ جواب يـې ورکړو: د دعوتِ اِسلامي د مَدَني قافلې سره راغلے يم، الله پاک ډير کرم وکړو، زما مور ته ووايه چې زما غم نه کوي، زۀ ډير پۀ ارام او سکون کښې يم۔
خلد میں ہو گا ہمارا داخلہ اس شان سے یارسولَ اللہ کا نعرہ لگاتے جائیں گے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره عظيمه خبره ده۔۔۔!! د خدائے پۀ لاره کښې د سفر