Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: پۀ يو بنده باندې د خُدائے د لارې دوړه او د دوزخ لوګے جمع کيدے نشي۔

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې فرمائي: د خُدائے پۀ لاره کښې دوړه هٰغه دوړه ده څوک چې د رَبّ د رضا د پاره پۀ لار کښې لاړ شي او هلته دوړه پۀ بدن يا پۀ جامو يا پۀ ښپو يا پۀ مخ باندې پريوځي۔ د حديثِ پاک معنیٰ دا ده چې لکه څنګه چې دوه متضاد  څيزونه نشي جمع کيدے (مثلاً وور او اوبه نشي يو ځائے کيدے) هم داسې الله پاک د خدائے د لارې دوړه او د دوزخ لوګے پۀ خپل مينځ کښې متضاد جوړ کړي دي۔ دا دواړه پۀ يو ځائے کښې نشي جمع کيدے۔

د الله پاک محبوب بندګان

 خوږ نبي، ښه نبي، رښتوني نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: مسافر د الله پاک محبوب بندګان وي۔ پوښتنه وشوه: کوم  مسافر۔۔۔؟ اوئې فرمائيل: هغۀ کوم چې د خپل دِين د پاره د دلته نه هلته، د هلته نه دلته سفر کوي، د قيامت پۀ ورځ به هغوئي د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام سره پۀ خوا کښې جمع کولے شي۔ (زهد لابن مبارک)

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خُدائے پۀ لاره کښې د سفر کوونکو څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! د الله پاک د نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام دا خصوصي شان دے چې هغوئي پۀ دُنيا کښې د ځان د پاره هيڅ کور نه وو جوړ کړے، هميشه به يـې د خُدائے پۀ لاره کښې سفر کولو، خلقو له به يـې د نيکۍ دعوت ورکولو، يو ځل د هغوئي