Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
يـې پريښودے دے، لرې پرتو علاقو ته چرته چې د دوئي څوک پيژندګلو نشته، څوک خپل خپلوان يـې نشته، صرف او صرف د دِين د پاره، د عِلمِ دِين زده کولو د پاره، د نيکۍ د دعوت عام کولو د پاره، د سُنَّتو زده کولو او ښودلو د پاره سفر کوونکي او تلونکي دي، جومات، د الله پاک کور خپل د پاتې کيدو ځائے جوړوونکي دي، که چرې دوئي هم نيکان نه وي نو وه وايئ چې نور څوک به نيکان وي۔۔۔؟ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د مَدَني قافلې مسافر چې بيا چرته هم پاتې شوي دي نو د هٰغه ځائے اوسيدونکي مسلمانان، د جوماتونو نـمونځ ګزاره، د عاشقانِ رسول، د مَدَني قافلو پۀ برکت سره د دوئي صحبت نصيب کيږي۔
رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د ښه او د بد ملګري مثال د مشک اوچتوونکي او د بهټۍ لمبه کوونکي پۀ شان دے، مشک اوچتوونکے به يا تا له څۀ درکړي يا به ترينه تۀ واخلې او يا به تۀ د هغۀ نه خوشبو بيامومې او بهټۍ لمبه کوونکے به ستا جامې وسوزوي او يا به تۀ د هغۀ نه بدبوئي بيامومې۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره پاک مثال دے د کوم پۀ ذريعه چې پوهه کړے شوي يو چې د بدو صحبت فائده او د ښو صحبت نقصان چرې هم نشي ورکولے، د بهټۍ والا نه به مشک نه ميلاؤيږي هُم ګرمي او لوګے به ميلاؤيږي، د مشک والا نه به ګرمي نه ميلاؤيږي او نۀ به لوګے بلکې مشک يا خوشبو به ميلاؤيږي۔ د دې فرمان مقصد دا دے چې تر خپله وسه پورې د بد صحبت نه ځان ساته چې دا دِين او دُنيا بربادوي او ښه صحبت