Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

پاک نه رد کوي۔ د آخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: درې دعاګانې داسې دي د کومو پۀ قبليدو کښې چې هيڅ شک نشته (1): د مَظلُوم (2): د مُسافر او (3): د اَولاد پۀ حق کښې د پلار دُعا۔ ([1])

مانگو آ کر دُعا، پاؤ گے مُدَّعا                                                                                                                                      دَرْ کرم کے کُھلیں، قافلے میں چلو([2])

 د سترګو نظر يـې واپس راغلو

د حيدر آباد (سندھ، پاکستان) د يو اِسلامي ورور واقعه ده، د هغوئي مور بي بي ته د سترګو مسئله وه، آپريشن يـې کړے وو، پۀ هغې کښې څۀ مسئله راغلې وه، چې له وجهې يـې د هغې بينائي بالکل ختمه شوې وه، ډاکټرانو تر دې پورې وئيلي وو چې که اوس دا يورپ ته هم بوځئ نو عِلاج يـې نشي کيدے۔

هغوئي يو اِسلامي ورور ته خپله پريشاني بيان کړه، اِسلامي ورور ورله تسلي ورکړه او اوئې وئيل: وروره! پريشانه کيږه مۀ، که ډاکټرانو جواب درکړے دے نو څۀ وشول، تۀ مه  مايوسه کيږه، د مسافر دعا قبليږي، تاسو پۀ مَدَني قافله کښې سفر وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! بهتري به راشي۔

هغۀ پۀ دې خبره باندې پوهه شو او د مَدَني قافلې مسافر جوړ شو، پۀ سفر کښې يـې د خپلې مور بي بي د پاره دعاګانې کولې، چې کله کور ته واپس راغلو او اوئې کتل نو د خوشحالۍ يـې څۀ انتها نه وه چې د هغوئي د مور بي بي د سترګو نُور واپس راغلے وو۔


 

 



[1]... ترمذی، ص 469، حدیث:1905۔

[2]... وسائِلِ بخشش (مُرَمّم)، ص 671۔