Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
بارہ مَہ کیلئے تیس دن کیلئے بارہ دن دے ہی دیں قافِلے میں چلو
سنّتیں سیکھنے تین دن کیلئے ہر مہینے چلیں قافِلے میں چلو
یاخدا ہر گھڑی رٹ ہو عطارؔ کی قافِلے میں چلیں قافِلے میں چلو
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅول
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د
اخرت د ويرې حاصلولو او د نيک نـمونځ ګزاره
جوړيدو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي پۀ 12 دِيني کارونو کښې عملي طور برخه واخلئ! د دعوتِ اِسلامي پۀ 12 دِيني کارونو کښې يو دِيني کار دے: د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅول۔ د سحر د نـمونځ د
پاره راپاڅول د آخري نبي، مکي مَدَني
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ
وَسَلَّم سُنَّت دي۔ اَلْحَمْدُ
لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي سره د تعلق لرونکو عاشقانِ رسول يوه شميره
ده کومه چې پۀ دې سُنَّت د عمل کولو د جذبې لاندې خلق د سحر د نـمونځ د پاره د راپاڅولو ترکيب جوړوي۔ تاسو هم پۀ دې کار کښې حصه
واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي * چې نور راپاڅوئ نو پخپله به درته هم د سحر د نـمونځ د جَمعې سره د کولو سعادت درنصيب کيږي * سحر وختي به درته د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب ميلاؤيږي * ستاسو پۀ راپاڅولو چې څومره خلق نـمونځ
کوي، د هغوئي ټولو د نـمونځونو
ثواب به هغوئي ته هم ميلاؤيږي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ستاسو پۀ اعمال نامه کښې به هم ليکلے کيږي * سحر وختي به درته د پيدل تللو موقع ميلاؤي نو صحت به