Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
دِين زده کولو د پاره ځي، الله پاک د هغۀ د پاره د جنَّت لاره اسانوي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ! د عِلمِ دِين زده کولو پۀ خاطِر د خُدائے پۀ لاره کښې سفر کول څومره د فضيلت کار دے۔ جنَّت ته تلل اسان نه دي، دې د پاره * د نفسِ اَمَّاره سره مقابله کول وي * د شيطان سره مقابله کول وي * خواهات پريښودل وي * د الله پاک د رضا والا کارونه کول وي * بيا جنَّت ته د رسيدو د پاره د قيامت د وحشتونو نه تيريدل * د حساب کتاب مرحله * پل صراط۔۔۔!! آه! پۀ زرګونو مشکلات دي د جنَّت لاره اسانه نه ده۔ خو قربان شم! څوک چې د عِلمِ دِين د زده کولو د پاره سفر کوي، د هغۀ د پاره د جنَّت لاره اسانولے شي۔
عِلمِ دِين نه زده کول د ارمان سبب دے
خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د قيامت پۀ ورځ به د ټولو نه زيات ارمان هغۀ کوي، چا ته چې پۀ دُنيا کښې د عِلمِ (دِين) د زده کولو موقع ميلاؤ شوه خو هغۀ زده نه کړو۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن موقع ده، وخت دے، ساګانې چليږي دي، مونږ له پکار دي چې د قيامت پۀ ورځ د ارمان کولو نه د بچ کيدو ذريعه جوړه کړو، پۀ مَدَني قافلو کښې سفر وکړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! عِلم زده کول به مو نصيب شي۔
علم حاصل کرو جَہْل زائل کرو پاؤ گے راحتیں قافِلے میں چلو
سنّتیں سیکھنے تین دن کیلئے ہر مہینے چلیں قافِلے میں چلو