Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

زما عمر 70 کاله دے خو ما ته د غسل فرائض معلوم نه وو، نن د مَدَني قافلې پۀ برکت ما د غسل فرائض زده کړل۔ افسوس چې ما ته خو دا هم معلومه نه وه چې پۀ غسل کښې فرائض هم وي۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د يو بوډا بابا حال نه دے، دلته به درته داسې ډير مثالونه ميلاؤ شي، د مسلمانانو يوه شميره داسې ده کومو ته چې د اوداسه فرائض او سُنَّت معلوم نه دي، د نـمونځ فرائض او واجب او سُنَّت ورته معلوم نه وي او ډير زيات ضروري بلکې فرض معلومات د هغوئي سره نه وي، د افسوس خبره خو دا ده چې د هغوئي د زده کولو ذِهن هم نه وي۔ چې مونږ پۀ مَدَني قافلو کښې سفر کوو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! فرض علوم به هم زده کوو، سُنَّت به هم زده کوو او که الله پاک وغوښتل نو پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې به مو خير هم نصيب شي۔

د عِلمِ دِين زده کولو د پاره د سفر حُکم

الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

فَلَوْ لَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآىٕفَةٌ لِّیَتَفَقَّهُوْا فِی الدِّیْنِ

(پارہ:11، سورۂ توبہ:122)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو د هغوئي د هرې ډلې نه يو ټولګے ولې نه ووځي د پاره د دې چې پۀ دين کښې پوهه حاصله کړي۔

د جنَّت لاره اسانيږي

زما نبي، خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: څوک چې د عِلمِ