Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

روټين ژوند تيريږي، د کور نه دُکان، د دُکان نه کور، پۀ خپل ښار او محله کښې يو، بهر هډو ووځو نۀ۔ د دِين کار داسې نۀ کيږي، د باطِن صفائي داسې نۀ نصيب کيږي * زړۀ صفا کول دي * د ځان اِصلاح کول دي * د نيکو عادت جوړول دي * د ګناهونو نه نفرت پۀ زړۀ کښې پالل دي * نيک نـمونځ ګزاره جوړيدل دي * تهجد ګزاره جوړيدل دي * اخلاق ښه کول دي * د ښه کردار والا او اخلاقي مسلمان جوړيدل دي، دې د پاره به د کورونو نه وتل پکار وي، د خدائے پۀ لاره کښې به سفر کول وي، حضرت بِشر حافِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به فرمائيل: اے قاريانو۔۔۔!! اے د حق طلب کوونکو۔۔۔!! تاسو به پاک شئ۔ (عوارف المعارف)  

پۀ مَدَني قافلو باندې دومره زور ولې۔۔۔؟

يو ځل د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ خدمت کښې پوښتنه وشوه، تاسو پۀ مَدَني قافلو باندې دومره زور ولې راوړئ؟ هر وخت بس هم دغه خبره بيا بيا کوئ: پۀ قافله کښې ځئ! پۀ قافله کښې ځئ! پۀ قافله کښې ځئ۔۔۔!! اخر پۀ دې کښې څۀ راز دے؟

اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د دې پۀ جواب کښې ډيره د حِکمت خبره وکړه، اوئې فرمائيل: اوبه چې کله پۀ يو ځائے باندې ولاړې وي نو خرابيږي، چې روانې وي نو پاکې صفا وي۔

يعنې مونږ چې کله هم پۀ يو ځائے کښې پراته يو، د کور نه دکان، د دکان نه کور، هم پۀ يو روټين باندې ژوند تيروو نو د دې پۀ وجه باندې هم ډيرې زياتې باطِني بيماريانې پيدا