Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
* حضرت سعيد بن مُسَيّب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بنده چې تر څو پورې پۀ جومات کښې وي، فرښتے د هغۀ د پاره د بخښنې دعاګانې کوي۔ ([1]) سُبْحٰنَ اللہ! * حضرت عطاء بن ابو رَبَاح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تر 40 کالو پورې جومات خپل کور جوړ کړے وو (يعنې هُم پۀ جومات کښې به پاتې کيدلو، بغير د ضرورت نه د جومات نه هډو وتلے نه وو) * د حضرت مالِک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه (د جومات سره داسې محبت وو) فرمائيل به يـې: که طبعي حاجتونه نه وو نو زۀ به د جومات نه چرې هم بهر نه وتم * حضرت ابو صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ جومات کښې کښيناستل لازم ونيسئ! ځکه چې پۀ جومات کښي کښيناستل د نبيانو طريقه ده۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې پۀ جومات کښې پاتې کيدل، د زياتو نه زيات وخت پۀ جومات کښې تيرول د نبيانو طريقه ده، د وليانو طريقه ده، د نيکانو خلقو طريقه ده، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا سعادت هم مونږ ته د مَدَني قافلې پۀ برکت باندې نصيب کيږي۔
پۀ مَدَني قافلو کښې د سفر کولو پۀ برکت باندې پۀ جومات کښې د تکبير اُولیٰ سره د پينځه وخته فرض نـمونځونو ادا کول او د نفل نـمونځونو تهجدو، اشراق، څاخت او اوابينو ادا کولو سعادت هم نصيب کيږي۔