Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
به څۀ وايم، د دې لارې د مسافر جوړيدو ښه او رښتونے نيت کول هم د سعادت خبره ده۔
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې حديث نه ثابته شوه چې د سفر مرګ د وطن د مرګ نه افضل دے۔ پۀ يو بَل حديثِ پاک يـې وفرمائيل: مَوْتُ غُرْبَةٍ شَهَادَةٌ يعنې د سفر مرګ شهادت دے۔
گھر سے کہیں اچھا ہے مدینے کا مسافر یاں صبح وطن شام غریب الوطنی ہے
وضاحت:دمديني د مسافرهم څه شان دے۔۔۔!!! د دي لاري مسافر،د کور نه په څوچنده بهتر دے، دکور آرام او سهولتونه د دي سفر په نااشنائے او سختو باندي قربان دي
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د خُدائے پۀ لاره کښې سَفَر مستقله نيکي ده
دلته يو ذِهن دا هم جوړ شوے دے، دا سوچ هم جوړ شوے دے۔۔۔ يوه شميره خو د مسلمانانو هغه هم ده کومه چې د دِين طرف ته هډو راځي نۀ، د جُمعې او د اختر نـمونځ کوي، د دې نه علاوه بس ماډرن ژوند تيريږي، د دې نه علاوه هٰغه خلق کوم چې د دِين رُجحان ساتي * ګيره يـې پريښودې ده * سرونه پټ ساتي * نـمونځونه کوي * روژې نيسي * تِلاوت کوي * دِينداره هُم دي او ورته وئيلے کيږي هم، د دې خلقو هم عام طور دا سوچ وي چې دِين بس هم دومره دے * نـمونځونه دې وکړل * روژې دې ونيولې * حلال دې وګټل * حلال دې وخوړل * د الله پاک حقونه دې ادا کړل * د