Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: نيکي [پخپله] کوونکے، پۀ [بل چا] کوونکے، ويوونکے (او) مشوره ورکوونکے ټول د ثواب حق داران دي۔ ([1])

چې بل له د نيکۍ دعوت ورکوې نو پخپله به پۀ هٰغه نيکۍ باندې استقامت موندل اسانيږي، بلکې که کمزوري هم وي نو د هغې د لرې کولو اِمکان زياتيږي، ځکه پۀ مَدَني قافلو کښې د سفر کولو سره يواځې پۀ نيکو باندې اِستقامت نۀ نصيب کيږي بلکې پۀ دې کښې زياتوالے هم راځي چې کله د مَدَني قافلې مسافر نورو له د نيکۍ دعوت ورکوي نو څومره خلق چې پۀ دې دعوت باندې لَبَّـیْك وائي او عمل پرې شروع کوي د هٰغه ټولو د عمل برابر به د دعوت ورکوونکي ثواب هم کيږي ځکه چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې د هدايت طرف ته راوبلي، هغۀ ته به د ټولو عامِلينو (يعنې د عمل کوونکو) پۀ شان ثواب ميلاويږي او د هٰغه (عمل کوونکو) د ثواب نه به څۀ نه کميږي۔ ([2])

خوب ہوگا ثواب اور ٹلے گا عذاب                                                                    پاؤ گے بخششیں، قافلے میں چلو([3])

د عاشقانِ رسول د صحبت موندلو ذريعه

پۀ مَدَني قافله کښې د سفر يو برکت دا هم دے چې د دې پۀ ذريعه نيک صحبت نصيب کيږي۔ آؤ جي! څوک چې د کور نه روان شوي دي، د بال بچ نه لرې وتي دي، کاروبار


 

 



[1]... مراٰۃ المناجیح، 1/194۔

[2]... مسلم، ص 1032، حدیث:2674۔

[3]... وسائِلِ بخشش (مُرَمّم)، ص 673۔