Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

کاش چې دا پۀ دې ځائے کښې نۀ وو وفات شوے

صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما فرمائي: يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وو، هُم د مدينے منورې اوسيدونکے وو، هلته د دوئي ولادت شوے وو، اخر هم پۀ مدينه منوره کښې هغوئي وفات شول۔ د هغوئي جنازه تياره کړے شوه، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي جنازه وکړه۔ د جنازې کولو نه پس نبي کريمصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: یَا لَیْتَہٗ مَاتَ بِغَیْرِ مَوْلِدِہٖ کاش چې د دۀ وفات د دۀ د پيدائش د ځائے نه علاوه پۀ بَل يو ښار کښې شوے وے۔۔۔!!

صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ دې باندې ډير حيران شول، عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! پۀ دې کښې څۀ راز دے؟ اوئې فرمائيل: چې کله انسان د خپل پيدائش د ځائے نه علاوه پۀ بَل ښار کښې مړ شي نو د هغۀ د پيدا کيدو د ځائے نه تر د هغۀ د مړ کيدو د


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔