Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
بنده ګانو حقونه دې ادا کړل او بس۔۔۔!! د خدائے په لاره کښې سفر د دوئي پۀ ډکشنرۍ کښې هډو شته نه۔ رښتيا وايم: * مونږ چې د ګاډو اډو ته لاړ شو * ريلوے سټيشن ته لاړ شو * ائير پورټونو ته لاړ شو * روزانه پۀ زرګونو نۀ بلکې پۀ لکونو خلق سفر کوي * څوک د خپلو خپلوانو سره د ميلاؤيدو د پاره ځي * څوک د حلال رزق د پاره سفر کوي * څوک د چا پۀ واده کښې د شرکت کولو د پاره ځي * څوک د سيل د پاره ځي۔ يعنې د خلقو دا ذِهن وي چې سفر هم د دې مقصدونو د پاره کولے شي، باقي پاتې شو دِين۔۔۔!! دې د پاره د سفر کولو عام طور ذِهن نه وي، خلق دا ګڼي چې د خُدائے پۀ لاره کښې سفر کول * د ديني خلقو کار دے * د دعوتِ اِسلامي والؤ کار دے * هٰغه کوم چې عمامه پۀ سر کوي * ګيره يـې پريښودې ده * کوم چې د لرې نه مونږه پيژنو چې هٰغه اِسلامي وروڼه روان دي ، د خُدائے پۀ لاره کښې سفر کول بس د دوئي کار دے۔
نۀ۔۔۔!! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خُدائے پۀ لاره کښې سفر کول د دِين حصه ده، دا يوه مستقله
نيکي ده * لکه څنګه چې نـمونځ
کول نيکي ده * روژه
نيول نيکي ده
* تلاوت کول نيکي ده * صدقه ورکول نيکي ده * هُم
داسې د خُدائے پۀ لاره کښې سفر کول هم يوه ځانله
*
مستقل نيکي ده او پۀ دې باندې ثواب ميلاؤيږي۔
د خُدائے پۀ لاره کښې د سَفَر کولو فضائل
* د بُخاري او مُسلِم روايت دے، رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د الله پاک پۀ لاره کښې سحر يا ماښام کول پۀ دُنيا او څۀ چې پۀ دُنيا کښې دي، د دې نه بهتر دي۔ * د حضرت ابو هريره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے،