Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

اختيار کړه چې د دې سره دِين او دُنيا ښه کيږي۔ ([1])

د لوفر هلک اِصلاح وشوه

د جلال پور بهټياں (ضلع حافِظ آباد، پنجاب پاکستان) د يو اِسلامي ورور واقعه ده، دۀ به د توبې نه مخکښې د ګناهونو ډک ژوند تيرولو، د علاقې د لوفرانو او شرابيانو ځلمو سره يـې ناسته پاسته وه، نو ځکه يـې پخپله هم د شرابو او نورو ګناهونو عادت جوړ شو، کنځلې، غصې کول، جنګ جګړې، وهل ټکول وغيره د دۀ د معمولاتو حصه وه، غرض دا چې د کور والؤ سره سره د علاقې والا هم د دۀ د حرکتونو نه تنګ شول۔

د دۀ بخت څۀ داسې رابيدار شو چې يو ځل د يو اِسلامي ورور پۀ پوهه کولو باندې د مَدَني قافلې مسافر جوړ شو۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هلته د هغۀ نيک صحبت نصيب شو، د سُنَّتو زده کولو موقع يـې نصيب شوه، د الله پاک نه د ويرې او د عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وغيره پۀ موضوعاتو باندې يـې بيانونه اوريدل نصيب شول، پۀ جومات کښې يـې اوسيدل نصيب شول، د دې پۀ برکت هغۀ توبه کړه، پۀ سر باندې يـې عمامه شريف هم کيښودله، پۀ مخ باندې يـې ګيره مبارکه هم پريښودله او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! خپل بد عادتونه يـې پريښودل او نيک نـمونځ ګزاره جوړ شو۔ (اوباش دعوتِ اسلامی میں کیسے آیا، ص:۴)

دل کی کَلیاں  کِھلیں  قافِلے میں  چلو                                                                        رنج وغم بھی مِٹیں، قافلے میں  چلو

دل کی کالک دُھلے، دردِ عِصیاں  ٹلے                                                      آؤ سب چل پڑیں ، قافلے میں  چلو

کہتے عطّارؔ ہیں ، جو مرے یار ہیں                                                                               وہ ہر اک سے کہیں ،قافلے میں  چلو

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح، جلد:6، صفحہ:590 تا 591 ملتقطًا۔