Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
ختميږي، دا صفا سوترا کيږي، هم داسې د خدائے پۀ لاره کښې د سفر کولو پۀ برکت نفسِ اَمَّاره (يعنې د ګناهونو د پاره راپاروونکے نفس) نرم، پاک صفا او خوشبوداره کيږي، د هغۀ سرکشي ختميږي، داسې دا د ګناهونو د پاره راپاروونکے نۀ پاتې کيږي بلکې د ايمان پۀ نُور باندې روښانه کيږي او د نيک کارونو عادت يـې جوړيږي۔
نور فرمائي: يعنې کوم مُريد چې د خُدائے پۀ لاره کښې پۀ سفر باندې مُداوَمت (يعنې هميش والے اِختياروي يعنې بيا بيا د خدائے پۀ لاره کښې سفر کوي) هغۀ خپل نفسِ اَمَّاره ډير زر څموي ، د هغۀ بد اخلاق ډير زر پۀ ښه اخلاقو کښې بدليږي * د هغۀ صِدق او اِخلاص نصيب کيږي * د هغۀ د باطِن ګندګي پۀ نيکو کښې بدليږي * د هغۀ اِستقامت نصيب کيږي * د خُدائے پۀ لاره کښې د سفر يوه عظيمه فائده دا ده چې د دې پۀ برکت ځان خوښي او تکبر ختميږي، د انسان خپل عيب پۀ هغۀ باندې ظاهريږي، بيا انسان د دې پۀ عِلاج کښې لګيا کيږي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: مَنْ یُرِدِ اللہُ بِہٖ خَیْرًا اَبْصَرَہٗ عُیُوْبَہٗ الله پاک چې د چا سره د نيکۍ اراده اوفرمائي، د هغۀ عيب پۀ هغۀ باندې ظاهر کړي ۔
معلومه شوه چې د خُدائے پۀ لاره کښې د سفر سعادت ميلاؤيدل، د نيکۍ د دروازې برسيره کيدو نخښه ده۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ! دا څومره عظيمې فائدې دي، مونږه دا وئيلے شو چې د خُدائے پۀ لاره کښې سفر يو پوره رياضت دے، د خپل باطِن د پاکولو کامياب ترين عِلاج دے۔ ځکه مونږ له پکار دي چې پۀ کور کښې نۀ کښينو، عام طور بس د