Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
کيږي، پۀ مَدَني قافلو کښې د سفر کولو ځکه وئيلے کيږي چې حرکت کيږي، کم از کم هره مياشت چې د دريو ورځو پۀ مَدَني قافلو کښې سفر کيږي نو هوا به بدليږي، د خدائے پۀ لاره کښې د سفر کولو پۀ برکت به د باطِني بيمارو علاج کيږي او مونږه به د دننه نه پاک او صفا کيږو او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! نيکان او د ښه کردار مسلمانان به جوړيږو۔
لوٹنے رحمتیں قافِلے میں چلو سیکھنے سنتیں قافِلے میں چلو
چاہو گر بَرَکتیں قافِلے میں چلو پاؤگے عظمتیں قافِلے میں چلو
الفتِ مصطَفٰے اور خوفِ خدا چاہئے گر تمہیں قافِلے میں چلو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي پۀ ټوله دُنيا کښې د نيکۍ دعوت عام کولو کښې مصروف دے۔ د دعوتِ اِسلامي پۀ خاصيتونو کښې يو خاصيت دا دے چې پۀ اوسني د فتنو نه ډک وخت کښې دې دِيني تحريک پۀ ډيرو نيکو اعمالو باندې عمل کول زمونږ د پاره اسان کړي دي۔ د خُدائے پۀ لاره کښې سفر ته وګورئ! مونږ د دې نيک کار دومره فضائل واوريدل، فائدے مو واوريدلې، تاسو به هم سوچ کوئ چې د خدائے پۀ لاره کښې به سفر څنګه کوؤ؟ د کور نه خو روان شو، اوس به چرته تلل وي؟ چرته به ځو، هلته به پۀ کوم ځائے کښې ايساريږو؟ شپه به پۀ کوم ځائے کښې تيروو؟ پۀ دې سفر کښې به څۀ کوو؟ مشکلات دي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي زمونږه دا مشکل اسان کړے دے۔ مونږ ته صرف ضروري سامان اخستل دي، د کور نه وتل دي او پۀ فيضانِ مدينه کښي دارُ السُّنَّه ته رسيدل دي