Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
* بيا د دې نه پس چرته تلل دي؟ دا د دعوتِ اِسلامي پۀ ذِمه دي * پاتې کيدل چرته دي؟ دا هم د دعوتِ اِسلامي پۀ ذِمه باندې دي * د سفر ملګري به څوک وي؟ دا هم د دعوتِ اِسلامي پۀ ذِمه باندې دي * د قافلې مشر به څوک وي؟ دا هم د دعوتِ اِسلامي پۀ ذِمه باندې دي * پۀ سفر باندې لاړئ، اوس به هلته څۀ کوې؟ دا هم د دعوتِ اِسلامي پۀ ذِمه باندې دي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د مَدَني قافلو يو پوره نظام جوړ شوے دے * پۀ مَدَني قافله کښي چې لاړ شې نو څۀ به کوؤ؟ * د سحر نه پس څۀ کول دي؟ * پۀ ماسپښين کښي څۀ کول دي؟ * د مازديګر نه پس څۀ کول دي؟ * د نيکۍ دعوت به چا له ورکوؤ؟ * د خپلې اصلاح ذريعه به څنګه جوړوو؟ * اوده کيږو به کله؟ پوره شيډول جوړ شوے دے، د عِلمِ دِين زده کولو او ښودلو، د ځان او د نورو د اِصلاح کولو يو پوره نصاب جوړ شوے دے۔ مونږ ته بس همت کول دي، خپل ضروري سامان راخستل دي او فيضانِ مدينه ته رسيدل دي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ يو بهترين انداز کښې به د خدائے پۀ لاره کښې د سفر سعادت هم نصيب شي او د دې پۀ ذريعه به د ځان او د نورو د اصلاح ذريعه هم جوړه شي۔
بے عمل باعمل بن گئے خاص کر آپ بھی دیکھ لیں قافِلے میں چلو
خوب ہوگا ثواب اور ٹلے گا عذاب پاؤ گے بخششیں، قافلے میں چلو
بے شک اعمالِ بد اور اَفعالِ بد کی چھٹیں عادتیں ، قافِلے میں چلو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مَدَني قافله عبادت نه دے بلکې د عبادتونو مجموعه ده، نيکي نه ده بلکې د نيکو مجموعه ده، خير نه دے بلکې د خير او د نيکۍ