Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
ستاسو پۀ خِدمت کښې وړاندې کوم: (1): کله پۀ دواړو سترګو کښې 3، 3 سلايانې (2): کله پۀ ښۍ سترګه کښې 3 سلايانې او پۀ ګَڅه سترګه کښې 2 (3): نو کله پۀ دواړو سترګو کښې 2، 2 او بيا پۀ آخِره کښې يوه سلائي پۀ رجړومه [د رانجو کَسوړه] کښې ووهئ او هغه پۀ نمبر نمبر پۀ دواړو سترګو کښې پورې کړئ د داسې کولو سره به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ دريو واړو طريقو باندې عمل کيږي۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د تکريم چې څومره هم کارونه وو هغه ټول به زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښي اړخ نه شروع کول، ځکه وړومبے پۀ ښۍ سترګه کښې رانجه پورې کړئ بيا پۀ ګَڅه کښې ۔ ([1])
عجب نہیں کہ لکھا لوح کا نظر آئے! جو نقشِ پا کا لگاؤں غبار آنکھوں میں
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اِسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔
اُلفتِ مصطفےٰ اور خوفِ خُدا چاہئے گر تمہیں قافلے میں چلو
عِلْم حاصِل کرو! جَہْل زائِل کرو! پاؤ گے راحتیں قافلے میں چلو
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد